په بلوچستان کې چې وروستیو بارانونو ګڼې سیمې اغیزمنې کړې، په خاران ښار کې یې هم ویجاړۍ رامنځ ته کړې دي.

0
246

باغي ټي وي رپورټ

د تیرې اونۍ د سختو اورښتونو په پایله کې په خاران ښار او شاوخوا سیمو کې په لسګونو کورونه سیلاب شوي او د ډیرو کورونو دیوالونه او چتونه نړیدلي دي.

یو کس وویل چې زه څلور کورونه او دوه دوکانونه لرم، هیڅ هم نه دي پاتې، څوک چې دلته راشي پوښتنه نه کوي چې تاوان دی که نه، څه نه دي راغلي، څه نه دي موندل شوي، دا وخت اوبه، حتا یو نل ته اړتیا لرو. اړتیا، بلاک او جغل او هم مرسته.

په خاران کې د سختو بارانونو او سېلابونو له امله ګڼ شمېر خلک له خپلو کورنيو سره تر خلاص اسمان لاندې راوتلي، خو په سيمه کې نه د مرستې او نه هم د بيارغونې کارونه پيل شوي دي.

خاران د وروستیو سېلابونو له امله سخت زیانمن شوی، د ښار شاوخوا ۵۰ سلنه برخه اغېزمنه شوې، خلک بې کوره دي، تر اوسه د صوبايي حکومت او PDMA له لوري ډېره مرسته نه ده شوې، په ځینو ځایونو کې خیمې او ټانکونه وېشل شوي دي. دوی ناکافي دي.

په خاران او یا د بلوچستان په نورو سیمو کې د تېر کال له سېلابونو وروسته نه د خلکو ژوند عادي حالت ته راګرځېدلی، نه له خلکو سره د مالي مرستو ژمنې پوره شوې او نه د کورونو د جوړولو کار شونی دی او اوس د وروستیو بارانونو له امله له خلکو سره د مناسب منصوبه بندۍ او په وخت امدادي کاروائيو نشتوالي له وجې د دوي ژوند نور هم سخت کړے شوے دے په داسې حال کښې چې د موسمياتو محکمي د اګست له پنځمې نيټې نه د صوبې په ځينو سيمو کښې د بارانونو د يو بل سلسلې وړاندوينه کړې ده۔

Leave a reply