د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف وايي، د مې د نهمې نېټې پېښې د پاکستان، پوځ او د پوځ د مشر پر ضد یوه دسیسه وه.

0
78

باغي ټي وي رپورټ

د جيو نيوز پروګرام ته په وينا کې وزيراعظم شهباز شريف وويل چې د نهم مې د سازش مشر د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي ائي) مشر وو.

شهباز شريف وويل چې د نهم مې په سازش کې ښځې، سړي، سياسي ګوندونه، ځينې پوځيان او د هغوي کورنۍ شاملې وې.

وزيراعظم ووئيل د مې د نهمې نېټې سازش كوونكي په پاكستان كښې ګډوډي او كورنۍ جګړه غواړي۔

ياده دي وي چي د ايف آئي اے لخوا د القادر ټرسټ مني لانډرنګ کيس کښي د پي ټي آئي چيرمين عمران خان ګرفتارولو وروسته د ملک مختلفو ښارونو کښي بلواګرو د ملک په مختلفو ښارونو کښي د شهيدانو د يادګارونو او د شهيدانو يادګارونو ته اوور لګولي، حکومتي املاک ته ئي نقصان رسولي دي۔

د مۍ د نهمې نېټې د تشدد پېښو وروستو د پي ټي آئي يو شمېر مشرانو له ګوند نه د ناخوښۍ اعلان وکړو او د پي ټي ائي نه يې لارې بېلې کړې، د پي ټي ائي يو شمېر مشرانو د جهانګير ترين په مشرۍ د استحکام پاکستان ګوند سره يو ځای شو په داسې حال کې چې پرويز خټک او محمود خان د پي ټي ائي پارليمنټيرين په نوم ګوند جوړ کړو.

Leave a reply