د بهاولپور د اسلاميه پوهنتون د پخواني وائس چانسلر ډاکټر اطهر محبوب خلاف د مالي فساد او اداري بې نظمۍ په تور د تحقیقاتو امر شوی دی.

0
158

باغي ټي وي رپورټ

د جنوبي پنجاب د لوړو زده کړو څانګې د ډاکټر اطهر محبوب په ضد د پلټنو نوټيفيکيشن جاري کړی دی.

په دې لړ کښې د جنوبي پنجاب د هائير ايجوکيشن لخوا د انکوائري کميټۍ په ټرم آف ريفرنس کښې هم بدلون ليدلے شوے دے۔

په اسلاميه يونيورسټۍ بهاولپور کې د زنانه طالب علمانو د غير اخلاقي تصويرونو او د نشه يي توکو د استعمال سيکينډ مخې ته راغلو وروستو د پخواني وائس چانسلر ډاکټر اطهر محبوب په ضد پلټنې پيل شوې دي.

ياده دي وي چي د بهاؤالدين زکريا يونيورسټئ ملتان وائس چانسلر ډاکټر محمد علي د حقيقت موندني کميټي مشر ټاکلي شوي دي۔

دغه کمېټه د پوهنتون د اسکلونو ټول اړخونه څېړي، د پوهنتون د امنيت امر هم د نشه يي توکو په تور زنداني دی.

Leave a reply