CNN: پاکستاني پولیس افغان کډوال په زوره د رشوت نه ورکولو په صورت کې اخراجوي

0
163

CNN په خپل راپور کې لیکلي، چې په پاکستان کې مېشت افغانان د پولیسو د ځورونې، نیول کېدو او د پیسو د غوښتلو له امله تر فشار لاندې دي. د بشري حقونو ډلې وايي، پاکستاني پولیسو په سلګونو افغانان له خطر سره سره افغانستان ته شړلي دي.

CNN لیکلي چې د دغو پناه غوښتونکو د انتقال د دوسیو په حل کې ځنډ د دې لامل شوی چې ډیری یې د خپل برخلیک د ناڅرګندتیا له امله له رواني او اقتصادي فشار سره مخ شي.

(2023 / 7 / 29    نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور

CNN راپور ورکړی چې پاکستاني پولیس هغه افغانان ځوروي چې امریکا او نورو هیوادونو ته د لیږدولو لپاره پاکستان ته راغلي دي.

د دغه راپور له مخې، د دغو پناه غوښتونکو له ډلې څخه يو شمېر يې ويلي، چې که پوليس رشوت ورنه کړي، افغانستان ته به يې ولېږي.

CNN په خپل راپور کې لیکلي، چې په پاکستان کې مېشت افغانان د پولیسو د ځورونې، نیول کېدو او د پیسو د غوښتلو له امله تر فشار لاندې دي. د بشري حقونو ډلې وايي، پاکستاني پولیسو په سلګونو افغانان له خطر سره سره افغانستان ته شړلي دي.

اړوند موضوعات:

په پاکستان کې د افغان کډوالو لاريون؛ امریکا د کډوالۍ قضیو ته رسیدګي نکوي

Leave a reply