په پاکستان کې د افغان کډوالو لاريون؛ امریکا د کډوالۍ قضیو ته رسیدګي نکوي

په پاکستان کې د افغان کډوالو لاريون؛ امریکا د کډوالۍ قضیو ته رسیدګي نکوي
هغه زیاته کړه چې په پاکستان کې د کډوالو ټول حقونه او ازادۍ لغوه شوي، نو له همدې امله مو په یوه شخصي کور کې احتجاجي غونډه وکړه.
دا غونډه وروسته له هغه په یوه بند ځای کې جوړه شوه چې یوه افغان ځوان په اسلام اباد کې په داسې حال کې ځان وژنه وکړه چې په پاکستان کې د خپلې کډوالۍ دوسیې ته د رسیدو په تمه وو. په دې احتجاجي غونډه کې ګڼ شمېر ماشومانو هم برخه اخیستې وه او غوښتل یې چې د دوی د کډوالۍ قضیه دې وڅېړل شي.
(2023 / 7 / 23 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د خپرو شویو ویډیوګانو له مخې، په پاکستان کې یو شمېر افغان کډوالو د امریکا له لوري د دوی د دوسیو د نه څېړلو پر ضد لاریون وکړ.
يو تن لاريون کوونکي وويل، چې له دې لاريون څخه يې موخه دا ده، چې د دوى غږ تر امريکايي چارواکو پورې ورسوي، څو د دوى د ستونزو د هواري بهير ګړندى شي.
هغه زیاته کړه چې په پاکستان کې د کډوالو ټول حقونه او ازادۍ لغوه شوي، نو له همدې امله مو په یوه شخصي کور کې احتجاجي غونډه وکړه.
دا غونډه وروسته له هغه په یوه بند ځای کې جوړه شوه چې یوه افغان ځوان په اسلام اباد کې په داسې حال کې ځان وژنه وکړه چې په پاکستان کې د خپلې کډوالۍ دوسیې ته د رسیدو په تمه وو.
اړوند موضوعات:
امریکا د افغان کډوالو؛ د لېږد او ځای پر ځای کولو لپاره ځانګړې استازې ټاکلې ده
په دې احتجاجي غونډه کې ګڼ شمېر ماشومانو هم برخه اخیستې وه او غوښتل یې چې د دوی د کډوالۍ قضیه دې وڅېړل شي.





