د افغانستان په اړه د استانه غونډه جوړه شوه

0
71

د افغانستان په اړه د استانه غونډه جوړه شوه

د امریکا استازو توماس ویسټ او رینا امیري د افغانستان د مسئلې په اړه د سلا مشورو لپاره ځینو هیوادونو ته سفرونه پیل کړي دي.

په پاى کې د منځنۍ اسيا د هېوادونو مشرانو له افغانستان سره د منځنۍ اسيا د هېوادونو د ګډو پولو د پياوړتيا لپاره له يو بل سره د همکارۍ په اړه خبرې کړې وې او په افغانستان کې يې د يوه جامع حکومت پر رامنځته کېدو ټينګار کړى و.

(2023 / 7 / 29   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ویسټ په خپل ټویټر کې لیکلي چې د امریکا او د منځنۍ اسیا د پنځو هېوادونو مشرانو د قزاقستان په پلازمېنه کې د افغانستان او سیمې پر مسایلو خبرې وکړې.

هغه زیاته کړه، د C5+1 په غونډه کې د قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان له همکارانو سره د افغانستان او له دغه هېواد سره د ګډو مرستو په اړه نظرونه تبادله شول.

د امریکا استازو توماس ویسټ او رینا امیري د افغانستان د مسئلې په اړه د سلا مشورو لپاره ځینو هیوادونو ته سفرونه پیل کړي دي.

اړوند موضوعات:

مجاهد د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو راپور «د طالبانو پر ضد احتجاج» او له اسلام سره «ستونزه» بللې ده

Leave a reply