مجاهد د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو راپور «د طالبانو پر ضد احتجاج» او له اسلام سره «ستونزه» بللې ده
مجاهد د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو راپور «د طالبانو پر ضد احتجاج» او له اسلام سره «ستونزه» بللې ده
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ځانګړي استازي او د دغه سازمان د بشري حقونو د شورا په غونډه کې د ریچارډ بینیټ د راپور په غبرګون کې ویلي چې په افغانستان کې اسلامي قوانین نافذ دي او مظاهرې د دوی په مقابل کې له اسلام سره ستونزه ده.
مجاهد وايي، چې د افغانستان د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څانګې وروستی راپور حقیقت نه لري او د دې ډلې پر ضد “پروپاګند” دی.
(2023 / 6 / 20 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
مجاهد د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو راپور «د طالبانو پر ضد احتجاج» او له اسلام سره «ستونزه» بللې ده. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ځانګړي استازي او د دغه سازمان د بشري حقونو د شورا په غونډه کې د ریچارډ بینیټ د راپور په غبرګون کې ویلي چې په افغانستان کې اسلامي قوانین نافذ دي او مظاهرې د دوی په مقابل کې له اسلام سره ستونزه ده.
اړوند موضوعات:
مجاهد وايي، چې د افغانستان د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څانګې وروستی راپور حقیقت نه لري او د دې ډلې پر ضد “پروپاګند” دی. مجاهد زياته کړه چې په افغانستان کې اسلامي قوانين نافذ دي او د هغو په وړاندې اعتراض کول له اسلام سره ستونزه ده.