په کربلا کې د یزیدي پوځیانو په لاس د پیغمبر اکرم د لمسي حضرت امام حسین علیه السلام د شهادت د ورځې په مناسبت نن د عاشورا په ورځ د ماتمونو او غونډو لړۍ روانه ده.

0
174

باغي ټي وي رپورټ

د محرم په لسمه نېټه د کراچۍ په نشتر پارک کې مجلس پیل شوی دی، چې پکې د ګډون لپاره د ګډونوالو راتګ دوام لري.

د مجلس له ختمېدو وروسته به اصلي جلوس له نشتر پارک څخه روانېږي، د علم، تابوت او ذوالجناح زیارت ته به ځي چې د ټول هېواد نه به ماتم کوونکي ګډون کوي. بلخوا په حيدراباد، ملتان، فيصل اباد، ګوجرانواله، پېښور او کوئټه کې به هم مرکزي جلوسونه ترسره کيږي.

د لاریونونو په پای کې به د ماښام د غریبانو مجلسونه ترسره کیږي، د امام اعظم، د هغه د عزیزانو او ملګرو له شهادت وروسته به د پیغمبر د کورنۍ پر ښځو ظلمونه بیان شي.

لاهور کې د محرم الحرام جلوس

د لاهور له نثار حويلي څخه په زرگونو ماتم کوونکو په دغه جلوس کې برخه اخستې وه چې پکې د حضرت امام حسين رضي الله عنه د زوي حضرت علي اکبر رض تلاوت وشو.

په پېښور کې د محرم لسمه جلوس

پيښور کښې د عاشورا په ورځ به د مختلفو امام بارګاه نه 12 جلوسونه برآمد کيږي او اول به د امام بارګاه سيد علي شاه رضوي کوچه جان پيپل منډي نه 11 بجې برآمد کيږي۔

د جلوسونو د امنيت لپاره 13000 پوليس اهلکار ګمارل شوي، د جلوسونو د لارو پاکولو لپاره د بم ډسپوزل يونټ اهلکار موجود دي، جلوسونو ته تلونکي ټول سړکونه سيل کړي شوي دي او په ټول ښار کښې د موبائيل فون سروس معطل کړے شوي دي۔

په راولپنډۍ کې د 10 محرم جلوس او امنیتي انتظامات:

په راولپنډۍ کښي د لسم محرم الحرام مرکزی جلوس به د امام بارګاه عاشق حسین نه روانیږی، د راولپنډئ پولیس د جلوس لپاره سیکیورټی انتظامات حتمی کړی دی.

په پنډۍ کې به له ۶۰۰۰ څخه زیات افسران او پرسونل امنیتي دندې ترسره کوي، شاوخوا ۱۰۰۰ د ترافیکو کارکوونکي به د ترافیکو جریان ډاډمن کوي، له ۳۰۰۰ څخه زیات افسران او پرسونل به د ښار په مرکزي جلوسونو کې ګمارل کیږي.

د سي پي او ترمخه د جلوس په داخلی ځايونو به واک تھرو ګيټس لګولے شي، د جلوس په روټ به تلاشي او صفا کولے شي، د جلوس په روډ باندي به سړکونه، سړکونه او نوري لاري سيل کړے شي۔

Leave a reply