د چين د صدراعظم مرستيال هو لينګ د جولای په ۳۰مه نېټه په يوه رسمي سفر پاکستان ته ځي

0
80

باغي ټي وي رپورټ

د سرچينو ترمخه دچين مرستيال وزيراعظم به د سي پيک د لسو کالو په مراسمو کې ګډون کوي.

سرچينې وائي دچين مرستيال وزيراعظم هي ليونگ به دخپل دغه سفر په مهال دوزيراعظم شهباز شريف اؤ دچين مرستيال وزيراعظم خارجه بلاول بهټو زرداري اؤ حکومتي چارواکو سره هم ليدنې کوي. سرچينې زياته کړې چې د چين مرستيال صدراعظم به د اګست په لومړۍ نېټه هېواد ته راستون شي.

بل لوري ته وفاقي پلازمينه اسلام اباد ته د چين د مرستيال وزيراعظم د راتګ په موقع د دوه ورځنۍ رخصتۍ فيصله هم شوې او ضلعي انتظاميې په دې لړ کې داخله وزارت ته سمري هم استولې ده.

د سرچينو ترمخه ضلعي انتظاميه وائي چې وفاقي پلازمينه کې به فول پروف امنيتي انتظامات کوي اؤ دکورنيو چارو دوزارت تر منظورۍ وروستو به د رخصتۍ نوټيفيکيشن جاري کولى شي.

Leave a reply