د تحریک انصاف د حکومت په مهال د فیډرل بورډ آف ریونیو چیرمین شبر زیدي په مرکه د تحریک انصاف د مشر اسد عمر غبرګون مخې ته راغلی دی.

باغي ټي وي رپورټ
اسد عمر په خپل ټويټ کې ويلي چې “شبربه ښه دی، دا کيسه له کومه شوه؟” ؟’
نوموړي لیکلي چې د تحریک انصاف حکومت په اګست ۲۰۱۸ کې جوړ شو، د پي ټي ايي حکومت په پای کې د اسټیټ بانک د بهرنیو اسعارو ذخیرې ۹.۸ اربه ډالره وې، په هغه وخت کې د بهرنیو اسعارو ذخیرې ۸.۷ میلیارده ډالره وې. ایا دا د ډیفالټ کیسه له کومه راغلې؟ د اوسني حکومت په دوره کې د بهرنیو اسعارو ذخیرې تر ۳ ملیارد ډالرو کمې وې، خو که د پورونو په ادا کولو کې ناغېړي نه وي، نو ۸،۷ میلیارده ډالر به څنګه ډیفالټ شي؟
ياده دي وي چي د پي ټي آئي حکومت چيئرمېن ايف بي آر شبر زيدي يو نوے پنډورا باکس پرانستلې دې، ويل کيږي چي هغه به د مسلم ليګ (ن) د غړو د ټېکس فائلونه غوښتي وو، شهزاد اکبر به په صوفې ناست وو، چيئرمېن پي ټي آئي. ورته به يې زنګ وواهه او ويل به چې شهزاد وايي، ته ووايه چې څه وکړم.
شبر زيدي وويل چې د پي ټي ائي چئیرمين ته يې د ملک د خراب اقتصاد په اړه ويلي، تجويزونه يې ورکړي خو د اورېدو موډ کې نه وو.
شبر زیدي زیاته کړه چې د ملتان لوی زمیندار ته یې نوټس لېږلی، بیا د شاه محمود قریشي په مشرۍ د اسمبلۍ ۴۰ غړي راغلل، دوی د تمباکو مافیا د ټېکس په جال کې راوستل پیل کړل، بیا د اسد قیصر ترڅنګ ایم این ایز هم راغلل. د فاټا ۲۰ سينيټرانو د تحريک انصاف چيئرمېن ته هغه وخت رسيدلي وو کله چې هغوي په قبائيلي سيمو کې د سټيل ري رولنګ ملونو په اړه لاسونه پورته کړل.
له شاه زیب خانزاده سره د شبر زیدي مرکه نن خپریږي.






