پوليسو د تحريک انصاف دوه پخواني غړي نيولي دي.

باغي ټي وي رپورټ
پوليسو د تحريک انصاف پخوانې ايم پي اے چوهدري ظفر د جيل نه خوشي کيدو سره يو ځل بيا نيولي دي۔
بل خوا د تحریک انصاف غړې او د پنجاب اسمبلۍ پخوانۍ غړې سیمابیه طاهر هم د راولپنډۍ نه نیول شوې ده.
د پولیسو سرچینې وايي چې د سیمابیه طاهر په ضد د می د نهمې نیټې په تشدد پیښو کې د لاس لرلو په تور مقدمه درج شوې ده.
د ګوند وياند وايي، د پي ټي ايي د ښځينه مشرانو په نښه کولو نوې لړۍ پيل شوې ده.
علي محمد خان ۸۰ ورځې وروسته پاتې شو تېره ورځ د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر او په پارلماني چارو کې د دولت پخوانی وزیر علي محمد خان له ۸۰ ورځو وروسته له زندانه خوشې شو.
علي محمد خان ۸۰ ورځې وروسته له زندانه خوشې شو، چې په ترڅ کې يې علي محمد خان ۸ ځله نيول شوی و، د ترهګرۍ ضد ادارې علي محمد خان د خپلې خوښې کسانو ته د قراردادونو د ورکولو په تور نيولی و، په داسې حال کې چې پر ده د ورانکارۍ او سوځولو تورونه ول. هغه هم په دې تور نیول شوی و.
پولیسو په یوه مقدمه کې د ضمانت له ورکولو وروسته په بله قضیه کې هغه ونیولو.






