د پاکستان پيپلز پارټۍ غړې سېنېټرې شېري رحمان په ټولنيزه وېب پاڼه د ښځو په اړه د دفاع وزير خواجه اصف متنازعه وينا شريکه کړې ده

0
99

باغي ټي وي رپورټ

دوه ورځې وړاندې د قامي اسمبلۍ د سپيکر راجه پروېز اشرف په مشرۍ د پارليمنټ په ګډه غونډه کې د دفاع وزير خواجه اصف د پاکستان د تحريک انصاف ګوند ښځې تباهۍ او پاتې شونه وبلل.

د خواجه اصف د وينا پر مهال د ماحولياتو وفاقي وزيره شېري رحمان هم په پارليمنټ کې موجود وه او په کومه ويډيو کې چې مخې ته راغلې، ليدل کېږي چې شېري رحمان د خواجه اصف د وينا پر مهال مسکا کوي.

اوس په دې اړه شیري رحمان په سوشل میډیا د خواجه اصف د متنازعه وینا په شریکولو سره وضاحتي بیان جاري کړی چې پکې هغې د قامي اسمبلۍ د منظورۍ ذکر کولو سره د پارلېمان د زنانه غړو په ضد په لفظونو موسکا نه ده کړې. د هغې د همکار سره د موافقت پلان

شېري رحمان ليکلي چې د خبرو وروستۍ برخه يې اورېدلې، فکر کوم چې دا په تېره بيا د ښځو پر ضد نه دي، دا د يو بل پر ضد سياسي لوبه ده.

وفاقي وزير ووئيل چې د ماحولياتو په منصوبه باندې د كابينې په اتفاق باندې خوشاله دے ځكه چې په دې منصوبه باندې شپه او ورځ لګيا دي۔

شيري رحمان وويل که دښځو په اړه يې خبرې اوريدلي واي نو مداخله به يې کړې وه، ما غلطي وکړه.

Leave a reply