بلخ کې د افغان ځواکونو او وسلوالو طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده:

0
751

بلخ کې د افغان ځواکونو او وسلوالو طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده:

د ځايي سرچینو په حواله، د مزار شریف ښار لویدیځ لور ته د ښار پر ورودي امنیتي کمربند باندې وسلوالو طالبانو برید کړی، چې اوس مهال د دواړو ترمنځ سخته جګړه روانه ده.

خو د بلخ پخوانی والي عطا محمد نور بیا وايي، تر هغو چې ژوندی وي له خپلې خاورې به دفاع وکړي او نه پر ېږدو چې د مزار شریف ښار د طالبانو لاس ته ولوېږي.
نوموړی زیاتوي، ټول په ګډه او یو ځای مخ ته ځې، په خبره یې چې جغرافیه به تغیر شي او یو شمېر سیمې به د دواړو ترمنځ لاس په لاس هم شي خو خلکو ته ډاډ ورکوي چې له جګړې به لاس په سر نشي.

په ورته مهال بیا عبدالرشید دوستم وايي، د بلخ دروازې د افغانستان او کابل دروازه ده او چاته به د نیولو اجازه ورنکړي.
دوستم هغه اوزاې هم رد کړې چې ګواګي نوموړی د زوی د ژغورلو لپاره تللی ، خو په وینا یې، چې نوموړی د وسلوالو طالبانو د ځپلو په موخه تللی دی.

نوموړی په داسي مهال دغه خبرې کوي، چې تېره ورځ له شپږو ډېر ولایتونه وسلوالو طالبانو لاس ته لوېدو ترڅنګ د هرات، لوګر والیان، د کورنیو چارو امنیتي معین، پخوانی جهادي قومندان او یو شمېر نور چاوراکي هم وسلوالو طالبانو ته تسلیم شوي دي.

Leave a reply