د جګړو له امله لسګونه زره بېځایه شوې کورنۍ اوسمهال بشري مرستو ته اړتیا لري:

0
738

د جګړو له امله لسګونه زره بېځایه شوې کورنۍ اوسمهال بشري مرستو ته اړتیا لري:

د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه د جګړو له امله زرګونه کورنۍ کډه شوې چې ډېرۍ یې کابل ښار ته راکډه شوې دي چې اوسمهال د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې تر شنه اسمان لاندې ژوند کوي.

د دغو بېځایه شوو کورنیو په خبره، د جګړو له امله یې هرڅه په خپلو کورنو کې پرېښې او د خپل ژوند خوندیتوب لپاره کابل ښار ته کډه شوې چې له ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان دي، په وینا یې چې تر اوسه ورسره هېڅ ډول مرستې نه دې ترسره شوي.

دغه بېخایه شوې کورنۍ له حکومت او نورو خیریه موسیسو څخه د سرپناه لپاره ځای او د ژوند نورو اسانتیاوو غوښتنه کوي او د جګړې له ښګېلو لور څخه د جګړې د درېدو او مذاکراتو د چټکېدو غوښتنه کوي.

خو پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مسوولین وايي، هڅه یې پیل کړي چې بېځایه شوې کورنۍ امن سیمو ته انتقال کړي، په خبره یې چې تر اوسه یې د کابل ښار بېلابېلو سیمو ته ۸ سوه کورنۍ انتقال کړې دي

Leave a reply