د بښنې نړیوال سازمان: خطر سره مخ افغانانو ته دې بشري ویزې ورکړل شي

د بښنې نړیوال سازمان: خطر سره مخ افغانانو ته دې بشري ویزې ورکړل شي
ایمنسټي انټرنشنل زیاته کړې، چې بهر ته د افغانانو وتل اوس ناممکنه ښکاري ځکه هېوادونو خپلې پولې له افغانستان سره تړلي دي.
د دوی په باور، د افغانستان ګاونډیانو د افغانانو پرمخ پولې تړلې او یوازې هغه کسان پریږدي چې د سفر اړین اسناد لري.
(2021 / 10 / 21 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د بښنې نړیوال سازمان د نړۍ له هېوادونو غوښتي، چې له خطر سره مخ افغانانو ته بشري ویزې ورکړي.
یاد سازمان په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، نړۍ هېوادونه باید له سختې بېروکراسۍ پرته پریږدي چې افغانان بهر ته لاړ شي.
اړوند موضوعات:
د بښنې نړیوال سازمان وايي چې د بیان آزادي ټوله نړۍ کې لۀ ګواښ سره مخ ده
ایمنسټي انټرنشنل زیاته کړې، چې بهر ته د افغانانو وتل اوس ناممکنه ښکاري ځکه هېوادونو خپلې پولې له افغانستان سره تړلي دي.
د دوی په باور، د افغانستان ګاونډیانو د افغانانو پرمخ پولې تړلې او یوازې هغه کسان پریږدي چې د سفر اړین اسناد لري.
په کابل کې د جمهوریت تر پرځېدو وروسته په لسګونه زره افغانان ځانونه بهر ته ورسول، خو لا هم په سلګونه هغه افغانان چې ځانونه په خطر کې احساسوي په افغانستان کې بند پاتې دي.






