د پاکستان د دوو سترو سیاسي ګوندونو د مشرانو تر منځ تر ټولو اوږده سلا مشوره په دوبۍ کې روانه ده، خو تر اوسه د نگران لومړي وزیر نوم نه دی ټاکل شوی، که څه هم په ټاکل شوي وخت د ټاکنو د ترسره کولو هوکړه شوې ده.
باغی ټی وی رپورټ
په دوبۍ کې د نننۍ سیاسي غونډې په تړاو باوري سرچینې وايي چې په هېواد کې پر اقتصادي اضطراري حالت هم خبرې وشوې چې په ترڅ کې یې د ټاکنو د ۶ میاشتو د ځنډولو پر امکان هم خبرې وشوې، خو د سیاسي نظام د بلدتیا او ثبات دواړو لپاره. سیاسي مشران هم د ټاکنو د ترسره کیدو پلوي دي.
داسې رپوټونه هم شته چې د دوشنبې په شپه د پخواني لومړي وزیر میاں محمد نواز شریف او پخواني ولسمشر اصف علي زرداري تر منځ اوږده ناسته وشوه. معتبرو سرچینو تایید کړې، چې دا مشوره د دوبۍ په یوه لوی هوټل کې د ناستې په خونه کې شاوخوا دوه نیم ساعته روانه وه.
دغه راز په دې سلا مشوره کې څو څو ځله ټینګار شوی چې نګران لومړی وزیر باید په بشپړه توګه بې طرفه او غیر متنازع وي، څو د ټاکنو پایلې ټولو ته ومنل شي، خو د اقتصادي نظام د ښه والي لپاره د یوه پیاوړي اقتصاد پوه پر اړتیا هم ټینګار وشو. په راتلونکو څو میاشتو کې دا ټینګار ځکه کیږي چې دواړه مشران په دې موافق دي چې اقتصادي رکود به د سیاسي ګوندونو د رایې بانک باندې منفي اغیزه وکړي.
له خبرو سره تړلي کسان وايي، چې دا مهال د دواړو سیاسي ګوندونو مشرانو په پاکستان کې خپلو نورو سیاسي مشرانو ته د خبرو په اړه معلومات نه دي ورکړي، نو ځکه ډېری سیاسي مشران د دوبۍ ناستې په اړه بې خبري ښيي.
سرچينې وايي چې ددواړو سياسي مشرانو ترمينځ به نور بحثونه هم کيږي اؤ د نورو ائتلافي گوندونو مشران هم په اعتماد کې اخستل کيږي خو په څو ساعته صلاح مشورو کې گڼ شمير نومونه په ځانگړې توگه د جنوبي پنجاب څخه د يوې غير سياسي شخصيت په گډون خبرې اترې شوي دي. غونډه اوږده شوه خو تر اوسه وروستۍ پریکړه نه ده شوې.
داسې راپورونه دي چې پخوانی لومړی وزیر د اقتصادي پرمختګ لپاره په سمدستي توګه د ګامونو پورته کولو ټینګار کوي څو خلکو ته یو څه راحت ورکړل شي، خو پخوانی ولسمشر اصف زرداري په هېواد کې له لنډو ټاکنو وروسته د اقتصادي پرمختګ لپاره پر اقداماتو کلک ولاړ دی. .
د مسلم ليګ ن ذرائعو ترمخه دوه کسيزه تجارتي وفد د نهې په ورځ د پخواني وزيراعظم نوازشريف سره وليدل او ملک کښې د سرمايه کارۍ په اړه مثبت پرمختګ شوې دې۔