په اسلام اباد کې پولیسو د شپې ناوخته د پاکستان تحریک انصاف د مشر زلفي بخاري پر کور چاپه وهلې ده.
باغی ټی وی رپورټ
د پي ټي ائي مشر زلفي بخاري وايي، کور يې د پوليسو لخوا سيل کړی شوی او کارکوونکي او څاروي يې هم ويستلي دي.
بل لوري ته د پي ټي ائي مشرې سينيټر ډاکټر زرقا چې د پارليمنټ په غونډه کې يې د خواجه اصف په متنازع بيانونو نيوکې کړي، په لاهور کې د هغې په کلينکونو د پوليسو د چاپې ادعا هم کړې ده.
هغه وویل چې زما دواړه کلینیکونه تړل شوي دي.
د پنجاب هيلته کيئر کميشن وياندې د سينيټر ډاکټر زرقا دعوه په کلکه رد کړې ده.