د یو شمېر ولایتونو واليانو له یوه لوړ پوړي پلاوي سره هرات ته سفر کړی

0
185

د عالي شورا غړو یادو والیانو ته ډاډ ورکړ، چې د دوی ستونزو ته به رسیدګي وکړي. د غور، بادغیس او نیمروز ولایتونو والیانو هم د هرات له والي مولوي نوراحمد اسلامجر سره وکتل.

او په دې ليدنه کې يې په بېلابېلو موضوعاتو لکه د کانونو د استخراج او د هرات- غور او هرات- بادغيس سړکونو د جوړولو په اړه خبرې وکړې. باید وویل شي، چې هرات ته د غور، بادغیس او نیمروز ولایتونو د مرکزي پلاوي او واليانو سفر پای ته رسېدلی دی.

(2023 / 7 / 27   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د غور، بادغیس او نیمروز ولایتونو واليانو د افغانستان د اسلامي امارت د سترې محکمې د رئیس عبدالحکیم حقاني په مشرۍ له یوه لوړ پوړي پلاوي سره چې هرات ته سفر کړی، وکتل.

په دې ناسته کې دوی خپلې ستونزې او غوښتنې له لوړپوړو چارواکو سره شریکې کړې او له مرکزي چارواکو یې د دوی د ستونزو د هواري غوښتنه وکړه.

د عالي شورا غړو یادو والیانو ته ډاډ ورکړ، چې د دوی ستونزو ته به رسیدګي وکړي. د غور، بادغیس او نیمروز ولایتونو والیانو هم د هرات له والي مولوي نوراحمد اسلامجر سره وکتل.

اړوند موضوعات:

اسلام اباد: د تحریک انصاف مشر عمران خان هند ته د بهرنیو چارو د وزیر بلاول بوټو د سفر مخالفت کړی دی

Leave a reply