په افغانستان کې د آرایش د سالونونو په تړل کېدو سره به له نن ورځې وروسته زرګونه ښځې بې کاره شي

0
185

په افغانستان کې د آرایش د سالونونو په تړل کېدو سره به له نن ورځې وروسته زرګونه ښځې بې کاره شي

دغه مېرمنې وايي، چې  د سالونونو په تړلو سره نه پوهېږي، چې له دې وروسته به څنګه د خپلو کورنیو ملاتړ وکړي، په داسې حال کې، چې تر دې وړاندې ډېری یې د خپلو کورونو یوازینۍ ډوډۍ پالونکي وو.

د شمېرو له مخې، له نن ورځې وروسته به  شاوخوا ۱۲ زره سالونونه چې څه باندې ۶۰ زره ښځې پکې کار کوي، خپلې دندې له لاسه ورکړي.

 

(2023 / 7 / 26   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

په افغانستان کې د ښځو د آرایش د سالونونو د تړلو په اړه د طالبانو له خبرداري وروسته، دغه مهلت د شنبې په ورځ د اسد په ۳ مه پای ته ورسېد او په افغانستان کې د ښځو د آرایش د سالونونو خاوندان مجبور شول چې تیره ورځ خپلې دروازې وتړي.

د آرایشګاوو خاوندان وايي، چې د ا.ا د حکم له مخې دوی تیره ورځ مجبوره شړې، چې د خپل کار ځای بند کړي.

دوی خپلو کورونو ته کاسمیټکس لیږدوي او په څو ساعتونو کې د خپلو هټیو کیلي د هټیو مالکینو ته ورکوي.

دغه مېرمنې وايي، چې  د سالونونو په تړلو سره نه پوهېږي، چې له دې وروسته به څنګه د خپلو کورنیو ملاتړ وکړي، په داسې حال کې، چې تر دې وړاندې ډېری یې د خپلو کورونو یوازینۍ ډوډۍ پالونکي وو.

اړوند موضوعات:

په کابل کې د آرایشګاوو د سالونونو د بندولو د حکم پر ضد اعتراضیه غونډه کړې

د شمېرو له مخې، له نن ورځې وروسته به  شاوخوا ۱۲ زره سالونونه چې څه باندې ۶۰ زره ښځې پکې کار کوي، خپلې دندې له لاسه ورکړي.

Leave a reply