په کابل کې د آرایشګاوو د سالونونو د بندولو د حکم پر ضد اعتراضیه غونډه کړې

0
113

په کابل کې د آرایشګاوو د سالونونو د بندولو د حکم پر ضد اعتراضیه غونډه کړې

یو شمېر آرایشګرو ورورسته له هغه  چې د دوی کار و بار بند شو، اعتراضیه غونډه یې وکړه او له سرپرست حکومته یې وغوښتل چې د ښځینه سینګارتونونو د کار د منع حکم دې لغوه کړي. دوی په دې باور دي چې د سینګارتونو سالونونو بندول د کورنیو لپاره اقتصادي ستونزې رامنځته کوي.

(2023 / 7 / 7   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

په کابل کې یو شمېر ښځینه آرایشګرو وروسته له هغه چې په هېواد کې د ښځو د آرایشګرو د سالونونو د بندولو حکم خپور شو، له سرپرست حکومت څخه غواړي چې دغه حکم ژر تر ژره لغوه کړي.

د دوى په وينا، ښځينه آرایشګرې د خپلو کورنيو پر وړاندې مسووليت لري او که د ښځو د ويښتانو سالونونه وتړل شي، له جدي اقتصادي ستونزو سره به مخ شي.

زیور، یوې آرایشګرې وویل، “زه باید هلته [د حجامو هټۍ] کې کار وکړم ترڅو د خپلو ماشومانو ملاتړ وکړم، او اوس چې د حجام دوکانونه تړل شوي، دا به زموږ لپاره خورا ستونزمن وي.”

یوې بلې آرایشګرې وویل: “یا موږ هیواد پریږدو، یا موږ په سړک کې ځان وژنه کوو، او یا دې دوی موږ د ښځو په نوم تر اتوم بم لاندې کړي او ومو دې وژني.”

اړوند موضوعات:

پاکستاني الاصله امریکايي ارواپوهه ډاکټره فرح عباسي د امریکا د ښځینه مشرانو په نوملړ کې شامله شوه

Leave a reply