ا.ا. د افغان خبریالانو لپاره د نوم لیکنې او کارتونو د وېش لړۍ پیل کړه

0
157

هغه زياته کړه، چې په دغه وزارت کې ثبت شويو خبريالانو ته د اړيکې شمېره ورکول کېږي، چې ٢٤ ساعته فعاله وي او هرکله چې له کومې ستونزې سره مخ شي، دې شمېرې ته زنګ وهلى شي.

د ښاغلي ریان په وینا، خبریالانو ته وېشل شوي کارتونه یو بارکوډ هم لري، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت په وېبپاڼه کې یې سکین کولی شي.

(2023 / 7 / 26  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د اطلاعاتو او کلتور وزارت اعلان کړی، چې په هېواد کې یې د خبریالانو لپاره د نوم لیکنې او کارتونو د وېش لړۍ پیل کړې ده.

دغه خبر د دغه وزارت د مطبوعاتو او نشراتو د څارنې رئیس عبدالواحد ریان تیره ورځ (سه شنبه د اسد ۳مه) د ټویټر له لارې اعلان کړ.

هغه زياته کړه، چې په دغه وزارت کې ثبت شويو خبريالانو ته د اړيکې شمېره ورکول کېږي، چې ٢٤ ساعته فعاله وي او هرکله چې له کومې ستونزې سره مخ شي، دې شمېرې ته زنګ وهلى شي.

اړوند موضوعات: 

د افغانستان د آزادو رسنیو ملاتړې ادارې “نی” ویلي چې د تیر کال په پرتله سږ کال د خبریالانو په وړاندې تاوتریخوالی کم شوی.

Leave a reply