وزيراعظم شهبازشريف وئيلي دي که چرې ملک د خداي په رضا ناقص شوى واى نو تر قيامت پورې به زما په تندۍ يو تور داغ پاتې وى او په قبر به يې ليکلى وى چې دده په وخت کې به پاکستان خطا کړې وه.
باغي ټي وي رپورټ
ډيره اسماعيل خان کښې د پرمختيائي منصوبو د بنسټ ډبرې ايښودو په موقع وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې د 15، 16 مياشتو په لنډه موده کې مونږ ته د تاريخ تر ټولو سخت چيلنجونه په ميراث پاتې دي.
وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چي د اتحادي حکومت سره په ګډه د سيلاب متاثرينو لپاره د سل اربه نه زيات فنډونه مختص کړي شوي دي ولي بدبختانه نن هم د سيلاب متاثرينو حقونه نه دي ادا شوي۔
ده ووئيل چې د پي ټي آئي چيئرمېن د خپل سياست د رنګولو لپاره د رياست قربانۍ كښې كومه كچه نه پرېږدي٬ مونږ ټولو په ګډه فيصله وكړه چې مونږ به د سياست قربانۍ وركوو او رياست بچ كوو٬ غنم واردول اړين دي٬ پنبه هم د ريكارډ پیداوار تمه لري٬ په تېرو 16 مياشتو كښې د ګيس پېداوار هم زيات شوے۔
وزيراعظم وويل چې دپي ټي ائي دمشر قوم پرستي له امله کاروبار په ټپه ولاړ دى، چېئرمېن پي ټي ائي د ائي ايم ايف سره شوې معاهده مات کړه، الله دې ملک دتجارت څخه وژغوري، که ټول عمر هم سجده پاتې شوم نو شکر نه ادا کولى شوم، په دې کې ډير زيات نقصانات کيږي، زمونږ دبريښنا په ټرانسميشن کې لويې لائن لاسز دي، لويې سرمايه کاران بجلي غلا کوي.
هغه وويل که چانس مو په ګډه د هېواد تقدير بدل کړو، د ملت د حالت د بدلولو لپاره به د زنځير ماتولو اړتيا نه وي، تر څو چې امپرياليستي مصارف او فساد له منځه لاړ نه شي، هېواد پرمختګ نه شي کولى، د دې وخت رارسېدلى دى، موږ يو نوى جامع پلان جوړ کړى، چې بنسټ يې کېښود.