د پاکستان تحریک انصاف مشر علي محمد خان د ضمانت درخواست منظور کړی شوی دی.

باغي ټي وي رپورټ
په مردان کې د سيشن جج انعام الله د پي ټي آئي مشر او پخواني وزير علي محمد خان ضمانت منظور کړے دے۔
عدالت علي محمد خان ته د پنځه لاکه روپو بانډ جمع کولو امر کړی دی. علي محمد خان د اداري فساد په قضیه کې نیول شوی و.
بل اړخ ته د پيښور هائي کورټ د علي محمد خان خلاف د کيسونو تفصيلات ورکولو لپاره د اينټي کرپشن، مردان ډپټي کمشنر او نيب نه ريکارډ طلب کړے دے۔
د عریضې وکیل ویلي، چې په یوه قضیه کې له خوشي کېدو وروسته بیا نیول کېږي.
عدالت د درخواست اورېدنه تر څلورم اګست پورې وځنډوله.






