د پاکستان تحريک انصاف مشر عمران خان د الېکشن کمېشن د توهين په مقدمه کې حاضر شو.

0
110

باغي ټي وي رپورټ

اليکشن کميشن کښې د پي ټي آئي چيئرمېن فواد چوهدري او اسد عمر خلاف د الېکشن کمېشن د توهين مقدمې اورېدنه وشوه۔

د اسلام آباد پولیس د عمران خان د ګرفتارۍ وارنټ په اړه رپورټ الیکشن کمیشن ته جمع کړې دې. د اليکشن کميشن غړي اکرام الله خان وئيلي دي چې د پي ټي آئي چيئرمين وکيل ته د ګرفتاري وارنټ ولې ورکړے شوے دے۔ نه پوهیږئ چې څنګه د نیولو امر سره سم عمل وکړئ؟ چيئرمېن د پي ټي آئي نه علاوه بل چا ته ولې وارنټ ورکړ؟

فواد چوهدري دريځ خپل کړو چې ددوي دريځ د نورو کيسونو په شان دى.

د عمران خان وکيل شعيب شاهين ويلي چې د پي ټي ائي د چيئرمېن پينځه مقدمې په هائي کورټ کې دي، چې څومره ژر ازادې شي هغوي به وړاندې کړل شي.

له وقفې وروسته د مقدمې اورېدنه بيا پېل شوه او عمران خان هم حاضر شو.

وکیل شعیب شاهین وویل چې مونږ حاضر شوي یو، د حکم کاپی مو نه دی ترلاسه کړی، پوره ریکارډ نه لرم، پخوا نور وکیلان وو، اوس وکیل یم، اوریدنه تر ستمبر پورې وځنډوم.

تورونه به د اګست په دوهمه جمع شي: د الیکشن کمیشن غړي

د اليکشن کميشن غړي نثار دراني وئيلي دي چې دوي به د اګست په دويمه نيټه تورونه جمع کوي او راتلونکي سماعت کښې به د پي ټي آئي چيئرمېن هم پخپله حاضر شي۔

الېکشن کمېشن د مقدمې اورېدنه د اګست تر دوهمې نېټې پورې وځنډوله.

ياده دي وي چي اليکشن کميشن د توهين عدالت کيس کښي د تحريک انصاف چيئرمين عمران خان د ګرفتارولو او پيش کولو حکم ورکړے وو۔

اليکشن کميشن آئي جي اسلام آباد ته د ناقابل ضمانت وارنټ عمل کولو هدايات کړي وو او وئيلي ئي دي چي آئي جي اسلام آباد دي د تحريک انصاف چيئرمين نيولي او د سه شنبي په ورځ دي اليکشن کميشن ته وړاندي کړي۔

اليکشن کميشن د عمران خان د نه حاضريدو وارنټ جاري کړي وو۔

Leave a reply