وزيراعظم شهباز شريف د ډنمارک پيښې په غبرګون کښې وئيلي دي يو څو ګمراه خلقو ته د ميلياردونو مسلمانانو جذباتو ته د زيان رسولو اجازت نه شي ورکولې۔
باغي ټي وي رپورټ
په سوشل ميډيا خپل يو بيان كښې وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې په ډنمارک كښې د عراق سفارت مخې ته د قرآن كريم د بې حرمتۍ په پېښه مسلمانان په غوسه دي۔ ده ووئيل د پرله پسې نفرتونو او بزدلانه پېښو تر شا منفي تګلاره پټه ده، مذهبي هماهنګۍ ته د زيان رسولو ترڅنګ اسلام فوبيا ته وده وركول كېږي۔
وزيراعظم وويل دا سلسله ختمولو لپاره به دبېلابېلو حکومتونو اؤ مذهبونو مشرانو سره خبرې کولى شي، يو څو ګمراه خلکو ته دا اجازه نۀ ورکوي چې د ميلياردونو مسلمانانو جذباتو ته زيان ورسوي، د منفي ارادې لرونکو څو کسانو ايجنډا ته به وده ورنکړي.
د يادونې وړ ده چې د قرآن کريم د بې حرمتۍ لومړۍ پېښه تېره مياشت په سويډن کې د جولاى په ٢٩مه د لوى اختر په ورځ رامنځته شوه چې په ترڅ کې يې عراقي تبعه سلوان موميکا د پوليسو تر کلکې څارنې لاندې د جومات مخې ته د قران کريم توهين وکړ.