د موسمياتو محکمي د تيرې ورځې په ښار کښې د باران وريدو معلومات جاري کړي دي۔

0
234

باغي ټي وي رپورټ

د موسمياتو محکمي ترمخه په ښار کښي تر ټولو زيات باران په سرجاني ټاؤن کښي 100 ملي ميټره، سعدي ټاون کښي 58 او ګلشن معمار کښي 54 ملي ميټره باران ريکارډ کړے شوے دے۔

د دې نه علاوه په يونيورسټۍ روډ 52 ملي ايم، نارتھ کراچۍ کښې 51 ملي ايم، اورنګي ټاون کښې 43 ملي ايم، جناح ټرمينل 31 ملي ميټر، ګلشن حديد کښې 24 ملي ايم او په اولډ ائيرپورټ کښې 23 ملي متره باران ريکارډ کړے شوے دے۔

نن د طوفان سره د باران امکان

بل خوا د موسمياتو محکمه وائي چې راتلونکي څليريشت ګهنټو کښې به موسم خړ پړ وي او په ښار کښې به د باران وريدو امکان شته۔

د موسمياتو محکمي ترمخه په ښار کښي د کم نه کمه درجه حرارت 26.5 درجے سينټي ګريډ ريکارډ کړے شوے، رطوبت 92 فيصده او د شمال لويديځ څخه سپک بادونه روان دي۔

Leave a reply