د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر بلاول بوټو زرداري سره ټلیفوني خبرې کړي او د پاکستان پر اقتصاد او د افغانستان په چارو یې خبرې کړې دي.

0
94

باغي ټي وي رپورټ

د امريکې د خارجه دفتر وياند انتوني بلينکن د پاکستان د خارجه وزير سره په خبرو کې د پاکستان او امريکې په تعلقاتو کې د رغنده ملگرتيا د ساتلو عزم تکرار کړو.

انتوني بلینکن وویل چې د پاکستان خلک له ترهګرۍ سخت متاثره شوي او له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره به له پاکستان سره همکارۍ ته دوام ورکړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند په وینا، د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په یوه سوله ییز او باثباته افغانستان کې د اوکراین پر ضد د روسیې د جګړې د اغېزو په اړه خبرې وکړې.

په ټولنيزه ميډيا باندې په جاري شوي يو بيان کې انتوني بلينکن وئيلي دي چې د بلاول بوټو سره يې مثبتې خبرې اترې کړي، د پاکستان د اقتصاد د بحالۍ او د سيمې په صورتحال او په خاصه توګه د افغانستان په اړه هم خبرې اترې شوي او امريکا د پاکستان سره د مثبتو، جمهوري او رغنده اړيکو ملاتړ کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ ویلي، د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر انتوني بلینکن سره ټیلیفوني خبرې کړې دي.

د خارجه دفتر د وياند له مخې دواړو خواو د سولې، امنيت او پرمختګ لپاره د رغنده اړيكو په جاري ساتلو اتفاق وكړو۔

Leave a reply