د پي ډي ايم وياند حافظ حمدالله وئيلي دي چې پي ډي ايم او واکمن ايتلاف کښې د نگران وزيراعظم په نوم فيصله نه ده شوې۔
باغي ټي وي رپورټ
د جيو نيوز پروګرام جيو پاکستان سره په خبرو کې د پي ټي اېم وياند حافظ حمدالله وويل مهمې پرېکړې له مشورې وروسته کول پکار دي او هيڅ ګوند له مشورې پرته پرېکړه نه شي کولی.
هغه وویل چې دا اړینه وه چې ټول ایتلافي ګوندونه په اعتماد کې واخستل شي او دا دی ، PDM او واکمن ایتلاف تراوسه د نگران لومړي وزیر په نوم پریکړه نه ده کړې.
د پي ډي ايم وياند وويل وزيراعظم په يوازيتوب سره فيصله نۀ شي کولى ځکه چې دا د يو گوند حکومت نۀ دى، پکار ده چې په واکمن ائتلاف کې شامل ټول گوندونه په اعتماد کې واخلي، واکمن ائتلاف اؤ پي ډي ايم هم بايد يو بل په اعتماد کې واخلي.
حافظ حمدالله زیاته کړه که (ن)لیګ اکثریت ترلاسه کړي نو لومړی وزیر به د (ن)لیګ وي.
ياده دي وي چي مسلم ليګ (ن) د خزاني موجوده وزير اسحاق ډار د نگران وزيراعظم په توګه ټاکلو فيصله کړي ده ولي په دي اړه د (ن) ليګ لخوا کوم رسمي اعلان نه دے شوے ولي پيپلز پارټي هم د نگران وزيراعظم لپاره د خپل نوم وړاندي کولو اعلان کړے دے۔