د پاکستان سټاک ایکسچینج کښې نن د کاروبار ورځ مثبته وه.
باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان سټاک ایکسچینج 100 انډیکس د 134 پوائنټونو زیاتوالي سره 46 زره 54 ته بند شو.
په بازار کې د 29.9 ملیون ونډو تجارت شوی. د شيئرز په بازار كښې د كاروبار ماليت 8 ارب 13 كروړه روپۍ وو۔ د مارکیټ سرمایه 26 اربه روپو سره 6 زره 989 اربه روپو ته رسیدلې.