پاکستان له اذربایجان څخه هره میاشت د یوې ایل این جی کښتۍ د اخیستلو تړون لاسلیک کړ.

0
192

باغي ټي وي رپورټ

اسلام آباد کښې د پاکستان او آذربائيجان ترمينځه د پټروليم صنعت کښې د همکارۍ د معاهدې د لاس ليک په موقع وزيراعظم شهباز شريف اوويل چې د معاهدې موده يو کال ده کوم کښې چې يو کال نوره هم وغځول شي او د معاهدې په مهال به هره مياشت د ايل اين جي يو جهاز پېرودلې شي۔

وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې د معاهدې له مخې که چرې کارګو نه اخلي نو هيڅ جرمانه به نۀ وي، پاکستان ته به د ايل اين جي کارګو اخستلو اختيار وي، دغه تړون ددواړو هيوادونو ترمينځ يو مهم پرمختگ دى.

وزيراعظم وويل چې ما په سختۍ سره وويل چې د بجلۍ په نرخونو کې دزياتوالي بار به په غريبانو نۀ اچوم، د بجلۍ په نرخونو کې دزياتوالي سره به 63 فيصده کورنې استعمالونکي بار نۀ وي، د200 يونټ بجلۍ استعمالونکو لپاره د بجلۍ په نرخونو کې کوم زياتوالى نۀ دى راغلى، 31 فيصده کورنو استعمالونکو ته د بجلۍ په برخه کې جزوي سبسډي ورکړې شوې ده.

هغه وويل، چې د IMF سخت شرط و، چې د برېښنا بيې بايد لوړې شي، ځکه د IMF د هوکړې له مخې د برېښنا بيې په مجبوريت کې لوړې شوې دي.

Leave a reply