د پیسو نړیوال صندوق (IMF) د اقلیم د بدلون په اړه یو رپورټ خپور کړ.

باغي ټي وي رپورټ
د آی ایم ایف په راپور کې ویل شوي چې پاکستان د اقلیمي بدلون له جدي ګواښونو سره مخ دی، پاکستان تېر کال د سېلابونو له امله ۳۰ میلیارده ډالره زیان کړی، د جنیوا د مرستندویانو په کنفرانس کې د ۱۰.۹ میلیارده ډالرو مرستې ژمنه شوې وه.
د IMF د راپور له مخې، پاکستان د نړیوالو مرستو ډېره کمه برخه ترلاسه کړې، په پاکستان کې ټولنیزې ناکرارۍ، سیاسي کړکېچ زیات شوی او د خلکو د ژوند معیار خراب شوی دی. د سند له مخې، پاکستان د هغو لسو هېوادونو په ډله کې دی چې د موسمي بدلون له کبله تر ټولو ډېر اغېزمن شوي دي.
بل خوا د پلان جوړونې کمېشن چارواکي وايي، چې د ۴ تر ۵ میلیارده ډالرو په ارزښت پروژې چمتو دي او د تمویل په تمه دي.
د پلان جوړونې کمیسیون د چارواکو په وینا، د بیارغونې لپاره 16.8 ملیارد ډالرو ته اړتیا ده، په داسې حال کې چې کور، کرهنه او ټرانسپورټ لومړیتوب لري.
چارواکي وايي، د پیسو نړیوال صندوق ته ډاډ ورکړل شوی چې د ۲۰۲۴ کال تر پایه به د ملي تطابق پلان چمتو کړي.






