د کشمیر، خېبرپښتونخوا او ګلګت بلتستان نه وروسته په بلوچستان کې هم بارانونو تباه کړې، په بېلا بېلو پېښو کې ۶ کسان وژل شوي او ۱۳ نور ژوبل دي.

0
249

باغي ټي وي رپورټ

د بلوچستان په ښارونو کې د سختو بارانونو له امله د سیلابونو حالت دی.

د راپورونو له مخې، بارانونو او ریل ګاډو د پاټک په بسیمه او شاوخوا سیمو کې تباهي رامنځته کړې، د سیلاب ریلونه ښاري سیمو ته ننوتي چې له امله یې ګڼ کورونه، دوکانونه او هوټلونه نړېدلي دي.

د دې تر څنګ د باران له امله په ټيټو سيمو کې تيار فصلونه له منځه تللي دي.

په آواران سيمو کې له باران وروسته په سيمه ييزو سيندونو کې د اوبو جريان زيات شوی چې له امله يې د حفاظتي بند د نړېدو وېره هم شته.

د بلوچستان په بيلا بيلو سيمو کې د بارانونو له امله په بيلا بيلو پيښو کې ٦ کسان وژل شوي او ١٣ نور ژوبل شوي دي.

بل لوري ته د سندهـ په دادو ښار کې د کير تهر په غرونو کې سخت باران شوی او په مهر او شاوخوا سيمو کې د باران له امله ټيټې سيمې سيلاب شوي دي.

دې نه علاوه د سندهـ پشمول د حیدرآباد، میرپور خاص، بدین، تخته، سجاول، خیرپور، کوټ ډیجي، نوشهرو فیروز او پډېان په مختلفو ښارونو کې باران وشو.

د يادونې وړ ده چې د ورېځو ښوئيدو، د ګلېشيرونو ورېدو او بارانونو په کشمير، خېبرپښتونخوا او ګلګت بلتستان کښې د سېلاب صورتحال رامنځته کړی دی.

طوفاني بارانونو له وجې په دريابونو کې سخت سيلاب راغلى، د آزاد کشمير د وادي نيلم په ناله تاجيان کې د سيلابي سيلاب له وجې د يو جومات پشمول څلور کورونه ړنګ شوي، په سيمه کې د بجلۍ او انټرنيټ خدمات سخت متاثره شوي دي.

Leave a reply