د کراچۍ په بیلا بیلو سیمو کې په مختلفو وختونو کې د موبائیل فون سروس بندیدو یا متاثره کیدو شکایتونه ترلاسه کیږي.
باغي ټي وي رپورټ
د سټیل ټاون، ګلشن حدید، جعفرطیار سوسائټي په سیمو کې د موبائیل فون سروس د متاثره کیدو نه د ښاریانو شکایت دی، دې نه علاوه ملیر ۱۵، فیوچر کالونۍ، داود چورنګي، زکریا ګوټ کې هم موبائیل سروس بند دی.
بل اړخ ته په شاه لطيف ټاؤن، بټائي آباد، ميمن ګوتم مارکيټ کښي د موبائيل فون سروس په جزوي توګه بند کړے شوي او د کاغذي او بن قاسم ټاؤن پشمول نورو سيمو کښي هم د موبائيل فون سروس د متاثره کېدو شکايتونه ترلاسه شوي دي۔
د PTA بیان:
په دې لړ کې د پاکستان د مخابراتو ادارې (پي ټي اې) چارواکي وايي چې په ځینو سیمو کې به د محرم تر لسمې نیټې پورې د موبايل ټیلیفون خدمات په جزوي توګه بند وي.
د پي ټي اې چارواکي وايي چې د کورنيو چارو وزارت په هداياتو د محرم تر لسمې نيټې پورې د موبايل فون سروس په جزوي توګه بند وي.