وزيراعظم شهبازشريف د “صحت مند غذا، صحت لپاره” په نوم د پوهاوي مهم شروع کولو اعلان کړے دے۔

0
61

باغي ټي وي رپورټ

په ټوئټر خپل يو بيان كښې وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې د خلكو ښه صحت له پاکو او صحي خوړو سره نېژدې تړلې ده، دا د ولس حق دى چې پوه شي چې دوي ته وركړې شوې غذا كښې څه مواد شامل كړې شوي دي نو د غوره او شفافو معلوماتو په بنياد خپل خواړه انتخاب كړې شي۔

وزيراعظم وويل زما په هداياتو ټول پاکستان کې د “صحت مند خوراک، صحت لپاره” کمپاين روان دى، د دې کمپاين ترمخه به هر ريستوران د خوراکي موادو د کلوريز په اړه د خوراکي توکو استعمالونکي ته خبر ورکوي، د دې نه علاوه به د نړيوال صحت ادارې د سپارښتنو په اساس د خوراکي موادو په پيکيج شوي مواد باندې مکمل تغذيه هم خپريږي.

وزيراعظم ووئيل د ټرانس فيټي اسيد هم صرف 2 فيصده پورې محدود كولې شي تر څو د زړه او نورو ناروغيو مخه ونيول شي۔

هغه وويل، زموږ روغتونونه بايد ويران او د سپورت ميدانونه له ګڼې ګوڼې نه پاتې شي او دا کمپاين به د سالمې راتلونکې زېری وي.

Leave a reply