د پيښور ايف آئي اے لخوا مطلوب انساني قاچاقبر متحده عرب امارات (يو اے اي) ته د تيښتې په مهال د کراچۍ نه ونيول شو.

0
118

باغي ټي وي رپورټ

د فدرالي تحقیقاتو ادارې (ایف آی ای) د مهاجرت سیل هغه تورن نیولی چې د متحده عربي اماراتو ته د تېښتې پر مهال یې ایف آی اې ته مطلوب و.

نقاش خان چې د ايف آئي اے پيښور ته په مقدمه کښې مطلوب وو متحده عرب اماراتو ته د تګ لپاره د کراچۍ نه ائيرپورټ ته رسيدلي وو۔

ملزم نقاش خان په غيرقانوني توګه بهر ته د مختلفو کسانو د ليږلو په مقدمه کښې مطلوب وو.

د هغه نوم په تور لیست کې اچولو له امله تورن نقاش خان له الوتنې څخه ایستل شوی او نیول شوی دی، تورن به نن د پېښور ایف آی اې ټیم ته وسپارل شي.

Leave a reply