وفاقي کابينې د بجلۍ په نرخ کښې اووه روپۍ 50 في يونټ زياتولو منظوري ورکړې ده۔
باغي ټي وي رپورټ
د ذرائعو ترمخه د بجلئ بنيادي نرخ 3 روپو نه 7 روپئ 50 پيسې في يونټ زيات کړے شوے دے۔
سرچينې وائي چې کابينې د سرکوليشن له لارې د دې سمري منظوري ورکړې ده، حکومت نيشنل اليکټرک پاور ريګوليټري اتھارټي (نيپرا) ته د بيس قيمت زياتولو درخواست جمع کړے دے، نيپرا به اوس د وفاقي حکومت د درخواست اوريدو وروستو فيصله کوي۔
د نیپرا د فیصلې وروستو به وفاقي حکومت د نرخونو د زیاتولو نوټیفیکیشن جاري کوي.
دسرچينو ترمخه دجولائي له لومړۍ نيټې څخه دبجلۍ په نرخونو کې دزياتوالي وړانديز شوى، د100 يونټ سره دکورنيو استعمالونکو لپاره دبريښنا په بيه کې 3 روپۍ في يونټ اضافه کولو تجويز دى، د101 څخه تر 200 يونټ لرونکو صارفينو لپاره دبريښنا په بيه کې 5 روپۍ اضافه کولو وړانديز شوى دى او دبجلۍ په بيه کې 520 يونټ سره 520 يونټ زياتولو تجويز دى.
سرچينې وائي چې د 301 څخه تر 400 يونټ پورې دبريښنا په بيه کې 6 روپۍ 50 پيسې في يونټ اؤ د 400 څخه تر 700 يونټ استعمالونکو لپاره د بجلۍ په بيه کې د 7 روپو د زياتولو تجويز دى.
ياده دي وي چي نيپرا د روان مالي کال لپاره د بجلۍ نرخونو کښي زياتوالي منظوري ورکړي ده۔
د پاور ډويژن سيکرټري راشد لنګريال وئيلي دي چي د بجلۍ نرخونو کښي زياتوالي به په 55 فيصده د بجلئ استعمالونکو باندي نه بلکه په 45 فيصده مصرف کونکو باندي لګولي شي۔