په خېبرپښتونخوا کې يو ځل بيا ترهګرۍ خپل سر پورته کړی چې پکې په تېرو دريو ورځو کې پېښور او خيبر ضلعو کې د ترهګرۍ درې لويې پېښې شوي او په يو کال کې په خيبر پښتونخوا کې د ترهګرۍ ۶۶۵ پېښې شوي دي.

0
163

باغي ټي وي رپورټ

د جولای په اتلسمه نېټه د پېښور په حيات اباد سيمه کې يو ځانمرګي بريدګر د فرنټير کور په ګاډي بريد کړی و، چې پکې د ۷ ايف سي پرسونل په ګډون ۱۰ کسان ټپيان شوي وو، له دې پېښې څه کم ۳۰ ساعته وروسته ترهګرو په ريګي کې په بند کې پر پوليسو ډزې وکړې، چې له امله يې دوه پوليس ووژل شول.

په باړه کې ترهګرو دريم بريد وکړو او د تحصيل احاطې ته يې د ننوتلو هڅه وکړه خو په ناکامۍ سره ځانمرګي بريد کوونکي ځان ته چاودنه ورکړه چې پکې څلور پوليس اهلکار شهيدان شول.

د روان کال په اوږدو کې په خيبر پښتونخوا کې د ترهګرۍ ۶۶۰ پېښې شوي، چې تر ټولو زياتې ۱۴۰ پېښې په شمالي وزيرستان کې شوي، په ډي آئي خان کې ۸۱، پېښور کې ۵۶، باجوړ کې ۵۵ او جنوبي وزيرستان کې ۴۹ پېښې شوي دي.

د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې رياست په تېرو شپږو مياشتو کې د ترهګرو پر ضد ۱۱۵۲ عمليات کړي، چې په ترڅ کې يې ۴۳۲ ترهګر نيول شوي او په بېلابېلو عملياتو کې ۱۳۹ ترهګر وژل شوي دي.

Leave a reply