پيښور کښي يو ځل بيا په پوليس باندي ترهه ګريزه حمله شوي ده چي د پوليس په موثر جوابي کاروائي کښي دغه حمله شنډه شوي ده۔

باغي ټي وي رپورټ
د سرچينو ترمخه ترهګرو دښار په سربند سيمه کې د رياض شهيد په پوسته ډزې پيل کړې خو په پوسته کې موجود پوليسو ځوابي ډزې وکړې او دترهګرو بريد يې په شا وتمبول او هغوي تېښتې ته اړ کړل.
د نوموړي په وينا، په بريد کې پوليسو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې. د بريد په مهال د پوليسو ګڼه ګوڼه سيمې ته رسېدلې ده.
د ايس پي کينټ وقاص رفيق وينا ده چې اته ترهګر د تيارې نه ګټه پورته کولو سره چيک پوسټ ته نزدې شوي وو چې د پوليس د الرټ په نتيجه کښې ترهګر په تيښته کښې ناکام شول۔
ده وويل چې دغه تروريستي بريد دپوځيانو په وخت په ځوابي ډزو او دپوځيانو له خوا په شا وتمبول شو .
ياده دې وي چې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې په پېښور او خيبر کې د ترهګرو لخوا دا څلورم بريد دی، چې د جون په اوومه نېټه هم په رياض شهيد پوسته د ترهګرو لخوا بريد شوی و.
تيره شپه دپيښور په ريګي ماډل ټاون سيمه کې تندلارو دپوليسو په دروازه کې په موجودو پوليسو ډزې کړي چې پکې دوه پوليس وژل شوي اؤ دوه نور ژوبل شوي دي.
بلخوا دزيارت په ورځ هم دخيبر په باړه بازار کې تحصيل کمپاؤنډ سره نزدې ديو ځانمرگي بريد په نتيجه کې څلور پوليس عسکر وژل شوي وؤ.






