پاکستان په سویډن کې د قران کریم د سپکاوي وروستۍ پېښه په کلکه غندلې ده.

باغي ټي وي رپورټ
تورن سلوان مومیکا چې د تېرې جون میاشتې په ۲۹ نېټه یې د لوی اختر په ورځ په سویډن کې د جومات مخې ته د قران کریم سپکاوی کړی و، نن یو ځل بیا د پولیسو تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې ونیول شو.
په عراق کې وروسته له هغې سخت غبرګون وپارېدل چې د سويډن حکومت لعنتي سلوان موميکا ته د قران کريم د سپکاوي اجازه ورکړه او قهرجنو خلکو په عراق کې د سويډن پر سفارت بريد وکړ، ويجاړ يې کړ او د سفارت ودانۍ يې وسوځوله.
د خارجه دفتر وياندې ممتاز زهرا بلوچ په يو بيان كښې وئيلي دي چې د بيان د ازادۍ تر نامه لاندې د مذهبي نفرت په بنياد كارونه غير قانوني دي، نړيوال قانون د مذهب او عقيدې په بنياد تبعيض او تشدد منع كوي۔
ممتاز زهرا بلوچ وايي، د اسلام فوبیا پېښو د څه باندې دوه میلیارده مسلمانانو احساسات زیانمن کړي، نړیواله ټولنه باید د اسلام فوبیا غندنه وکړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ویلي، ټول هېوادونه باید د مذهبي کرکې خپرولو د مخنیوي لپاره هڅې پیل کړي او تمه ده چې سویډني چارواکي به د پاروونکو اعمالو د مخنیوي لپاره اقدامات وکړي.