د تاجکستان ولسمشر په افغانستان کې د یوه جامع حکومت پر جوړولو ټینګار وکړ

د تاجکستان ولسمشر په افغانستان کې د یوه جامع حکومت پر جوړولو ټینګار وکړ
تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان په جده کې د عربي او منځنۍ اسیا هېوادونو په سرمشریزه کې په افغانستان کې د یوه ټول شموله حکومت پر جوړېدو ټینګار وکړ.
د تاجکستان جمهور رئیس په دې کتنه کې وویل: موږ د یوه ټول شموله حکومت د جوړېدو ملاتړ کوو چې د ټولو توکمیزو، سیاسي او ټولنیزو ډلو استازیتوب وکړي چې د خلکو په تېره بیا د ښځو حقونه او ازادۍ تضمین کړي.
(2023 / 7 / 20 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان په جده کې د عربي او منځنۍ اسیا هېوادونو په سرمشریزه کې په افغانستان کې د یوه ټول شموله حکومت پر جوړېدو ټینګار وکړ.
د تاجکستان جمهور رئیس په دې کتنه کې وویل: موږ د یوه ټول شموله حکومت د جوړېدو ملاتړ کوو چې د ټولو توکمیزو، سیاسي او ټولنیزو ډلو استازیتوب وکړي چې د خلکو په تېره بیا د ښځو حقونه او ازادۍ تضمین کړي.
اړوند موضوعات:
په دې کتنه کې د قرغزستان جمهوررئیس د افغانستان وضعیت د اندېښنې وړ وباله او د دغه هېواد له اتباعو سره یې د بشري مرستو پر دوام ټینګار وکړ. د عربي هېوادونو او د منځنۍ اسيا د پنځو هېوادونو د مشرانو غونډه پرون د سعودي عربستان په کوربه توب په جده کې جوړه شوه.





