اسلام آباد هائي کورټ د الېکشن کمېشن د توهين په مقدمه کښې د فواد چوهدري ناقابل ضمانت ګرفتاري وارنټ معطل کړې دې۔

0
121

باغي ټي وي رپورټ

د اسلام اباد هائي کورټ جسټس طارق محمود جهانګيري د درې پاڼو ليکلي حکم جاري کړی چې پکې عدالت د فواد چوهدري د ضمانت نه پس د ګرفتارۍ ناقابل ضمانت وارنټ معطل کړی دی.

عدالت په خپل ليکلي حکم کې فواد چوهدري ته د جولائي په 20مه نيټه د اليکشن کميشن مخې ته حاضريدو او د اليکشن کميشن د کارروائۍ تصديق شوې کاپي جمع کولو غوښتنه کړې وه.

عدالت په خپل فيصله کې وئيلي دي چې د درخواست کوونکي وکيل وئيلي دي چې دغير ضمانتي وارنټ عمل نۀ دى شوى، د درخواست کوونکي وکيل وئيلي دي چې دغير ضمانتي وارنټ حکم دې منسوخ کړل شي، دگرفتاري وارنټ معطل کولو حکم به دجولائي 20مې نيټې څخه پخپله بې اثره کيږي.

عدالت اليکشن کميشن ته د جولائي په ٢٦مه نوټس جاري کړے او جواب ئې غوښتې دې۔

ياده دي وي چي اليکشن کميشن د فواد چوهدري د عدم پيشي په ضد ناقابل ضمانت وارنټ جاري کړي وو کوم چي فواد چوهدري عدالت کښي چيلنج کړي وو۔

Leave a reply