د ا.ا.ا لومړي مرستیال ویلي چې نړۍ دې د ا.ا.ا پۀ رسمیت وپېژني

د ا.ا.ا لومړي مرستیال ویلي چې نړۍ دې د ا.ا.ا پۀ رسمیت وپېژني ْ
د راپورونو له مخې د رییس الوزار مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د مسکو په غونډه کې وینا کړې ده او په خپلو خبرو کې یې ټینګار کړی چې د نړۍ هېڅ راز فشار ته به تسلیم نه شي.
(2021 / 10 / 20 نېټه باغي ټلویزیون)
بشبړ راپور
د رییس الوزرا مرستیال د مسکو په غونډه کې له نړیوالو غوښتي چې د دوی حکومت په رسمیت وپېژني.
د راپورونو له مخې د رییس الوزار مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د مسکو په غونډه کې وینا کړې ده او په خپلو خبرو کې یې ټینګار کړی چې د نړۍ هېڅ راز فشار ته به تسلیم نه شي.
نوموړي ویلي افغانان له اوږدو کلونو وروسته د یوه پیاوړي او مرکزي حکومت خاوندان شوي دي او دا اوس د نړۍ مسوولیت دی چې د دوی د خوښې حکومت په رسمیت و پېژني.
د حنفي په وینا دوی له نړۍ سره د متمدنو اړیکو او تعامل په لټه کې دي او ددې غوښتونکي دي چې له ټولې نړۍ سره ښې او پراخې اړیکې ولری.
حنفي دغه راز ټینګار کړی چې امریکا باید د افغانستان کنګل شوې شتمني ازاده کړي، ځکه دا د افغانستان د خلکو شتمني ده او په دې توګه دې امریکا د فشار هڅه نه کوي.
حنفي ټینګار کړی دی چې دوی به هېڅ راز فشار ته تسلیم نه شي او په هېڅ صورت به د فشار خبره و نه مني خو د یوه مسوول حکومت په توګه له نړۍ سره خبرو او تعامل ته تیار دي.





