مظفرګړ کې د درې خویندو قاتل د دوی ورور ثابت شو.

0
94

باغي ټي وي رپورټ

د پوليسو وينا ده چې دغه پيښه تيره ورځ د مظفرگړ په ترمل کالونۍ کې رامينځته شوې ده چرته چې ددريوؤ نجونو مړي موندل شوي چې درې خويندې دي.

پوليسو تر لومړنيو پلټنو وروسته وويل، چې د درېيو نجونو مړي د سيمې په يوه خالي پلاټ کې موندل شوي، چې درې خويندې تېره شپه ورکې شوې وې.

خو د پوليسو له خوا تر نورو څېړنو وروسته معلومه شوه، چې د درېيو خويندو قاتل د دوى ورور دى. د ضلعې پوليس افسر وايي د ملزم په لاس د زخم ليدلو وروستو يې د قتل شک کړی دی.

د پولیسو په وینا، تورن د خویندو د ورکیدو په اړه پولیسو ته هم خبر ورکړی و.

پولیس وايي، د وژل شویو نجونو عمرونه د ۷ او ۱۱ کلونو ترمنځ دي.

Leave a reply