د داخله چارو وفاقي وزير او د مسلم ليګ (ن) مشر رانا ثناالله وايي که د نوې مردم شمارۍ نتيجې مخې ته راشي نو حلقې به همداسې پاتې شي.

0
76

باغي ټی وی رپورټ

د جيو نيوز پروګرام “آج شاهزيب خانزاده کې سات” کې د خبرو پر مهال رانا ثناءالله وويل چې د حلقو د زياتولو يا کمولو لپاره به آئيني ترميم کول پکار وي.

دکورنيو چارو وزير رانا ثناءالله وئيلي دي چې تحريک انصاف دې په ټاکنو کې برخه واخلي، ولس دې د ووټ په طاقت سره فيصله وکړي چې په ملک کې دغه بغاوت غواړي که جمهوريت او امن. ده ووئيل مونږ به د پنجاب په هره سيټ يو كانديد لرو، چا له مونږ نه د سيټ د سمون غوښتنه نه ده كړې۔

رانا ثناء الله وويل که د اعظم خان کورنۍ مونږ سره رابطه وکړي نو مونږ به هر څومره چې کولی شو مرسته وکړو، د شهزاد اکبر ورور د حکومتي ادارو په قبضه کې نه دی.

په زړې مردم شمارۍ باندې انتخابات نه مني: ایم کیو ایم

له بلې خوا د پاکستان د حکومت د اتحادي جماعت متحده قومي موومنټ کنوينر خالد مقبول صديقي ويلي دي چې په خپل وخت د انتخاباتو د ترسره کېدو بهانه او هغه غله چې د دروازې په لټه کې دي د منلو نه دي.

خالد مقبول صدیقي وايي، په ټاکنیزو حوزو کې ژبني تبعیض شوی، دا باید تر ټاکنو مخکې ثابته شي، د زړې سرشمېرنې پر بنسټ ټاکنې د منلو وړ نه دي. ایم کیو ایم پاکستان به د زړې مردم شمارۍ په بنیاد انتخابات نه مني، د شفافو انتخاباتو لپاره د نگران حکومت په شمول کومه فیصله او د ایم کیو ایم نظر پکې شامل نه وي هغه به زمونږ د حق د غلا کولو مترادف وي.

Leave a reply