د نن شپې نه د ملک په مختلفو برخو کې د باران امکان دی، دا باران به د جولائي تر 23مې نېټې دوام وکړي.

0
185

باغي ټی وی رپورټ

د هوا پېژندنې ادارې د معلوماتو له مخې، مونسوني بادونه به نن له غرمې وروسته د هېواد لوړو او مرکزي سیمو ته ننوځي او د بارانونو لامل به شي.

د موسمياتو محکمه وائي چې د جولائي د 20مې نيټې نه تر 22مې نيټې پورې د کراچۍ، تخته او حيدراباد پشمول د سندهـ په بيلا بيلو سيمو کې د وقفې سره د سختو بارانونو امکان شته. دې نه علاوه تهرپارکر، عمرکوټ، ميرپورخاص، سکر، لاڑکانہ او جيکب آباد کښې د باران امکان دے.

د موسمياتو محکمي ترمخه په قائد ښار کښي د زيات نه زيات تودوخه 35 ډګري سينټي ګريډ ته رسيدلي ده۔

Leave a reply