د مسلم ليګ ن د مشر طارق فضل چوهدري زوی په اسلام اباد کې په ټرافيکي پېښه کې مړ شوی دی.

باغي ټی وی رپورټ
دسرچينو ترمخه داسلام اباد په سيونټ ايونيو سيمه کې دمسلم ليگ(ن) دمشر طارق فضل چوهدري زوي عنزا طارق موټر له کنټروله وتلى اؤ له پولې سره ټکر شوى اؤ غورځيدلى.
پوليس وائي چي د طارق فضل چوهدري زوي په ټرافيکي پيښه کښي سخت ژوبل شوي او د پمز هسپتال ته منتقل کړے شوي ولي ژوندي نه دي بچ شوي۔






