په پوځي عدالتونو کې د ملکي وګړو د مقدمې اورېدنې په ضد کېس کې وفاقي حکومت د سپريم کورټ نه د فل کورټ جوړولو غوښتنه کړې وه.

0
103

باغي ټی وی رپورټ

سپريم کورټ کښې په پوځي عدالتونو کښې د ملکي وګړو د مقدمې اورېدنې په ضد کېس کښې وفاقي حکومت تحريري جواب جمع کړے دے۔

د اټارني جنرل لخوا د پوځي عدالتونو په ضد د درخواستونو د ناقابل سماعت اعلانولو لپاره 31 صفحه جواب جمع کړے شوے دے۔ د وفاقي حکومت په جواب کې وئيلي شوي دي چې درخواست کوونکي دې هائي کورټ ته رجوع کولی شي، آرمي ايکټ او آفيشل سيکريټ ايکټ د پاکستان د آئين نه وړاندې موجود وو، دغه دواړه ايکټونه تر دې مهاله نه دي چيلنج شوي، د پوځ او د آفيشل سيکريټ ايکټ له مخې پورته شوي ګامونه د قانون مطابق سم دي، سپريم کورټ دې د مقدمې اوريدنه نيغ په نيغه نه کوي، فل کورټ دې د پوځي عدالتونو پرضد مقدمه اوري.

د وفاقي حکومت دريځ لري چې د کېس اورېدونکي جسټس يحيي افريدي د فل کورټ جوړولو لپاره هم رايه ورکړې ده، په نهمه مې نېټه پوځي تاسيسات په منظم ډول په نښه شوي وو، په نهمه مۍ يوازې په پنجاب کې 62 پېښې شوي، کور کمانډر په لاهور کې کور او جی ایچ کیو، د پی اے ایف میانوالی او د آی ایس آی فیصل آباد دفتر هم په نښه شوی دی، پوځی تاسیساتو ته د یو ارب 98 کروړه 29 لکو نه زیات تاوان رسیدلی دی.

حکومت وايي، پر دفاعي تاسیساتو او پوځي دفترونو بریدونه مستقیماً د ملي امنیت مسله ده، بهرني قوتونه غواړي د پاکستان ملي امنیت او پوځ کمزوری کړي، د کلبوشن یادیو او شکیل افریدي پېښې د دې خبرې ثبوت دی.

ياده دې وي چې په پوځي عدالتونو کې د ملکي وګړو د مقدمې د اورولو په اړه د صدر اعظم د سپريم کورټ بار عابد زبيري درخواست منظور کړی شوی دی.

د سپريم کورټ رجسټرار د صدر سپريم کورټ بار درخواست ته يو نمبر مختص کړے دے، د سپريم کورټ شپږ کسيزه لارجر بينچ به سبا د درخواست اوريدنه کوي۔

Leave a reply