پرويز خټک د تحريک انصاف پخواني وزير هشام انعام الله ته په خپل نوي ګوند کې د شاملېدو بلنه ورکړې ده.

0
224

باغي ټی وی رپورټ

دسرچينو له مخې پرويز خټک دتحريک انصاف پخواني صوبايي وزير هشام انعام الله سره ليدنه کړې چې پکې پرويز خټک هغه ته په پارټۍ کې دګډون بلنه ورکړې اؤ وئيلي يې دي چې نوى پارټۍ جوړوي، په دې کې شامل شه.

دسرچينو له مخې دپروېز خټک په بلنه هشام انعام الله وويل چې تا زه پي ټي ائي ته راوستم، وروستو تا زما ملاتړ ونکړ، په دې اړه پرويز خټک وويل چې زه لرې شوم، زما سره هم څه بده پېښه شوې ده.

سرچينې وايي، هشام انعام الله پروېز خټک ته ويلي، چې له سيف الله وروڼو سره به له مشورې وروسته خبر کړي. بل اړخ ته نن د پرويز خټک په مشري کښي يوه غونډه کيږي چي پکښي يو شمير پخوانيو پارټيانو او ايم اين ايانو ته د ګډون بلنه ورکړے شوي ده ولي چي د پرويز خټک لخوا د نوي پارټئ اعلان متوقع دے

محمود خان د پرویز خټک د ملاتړ نه انکار کړی دی

د دې تر څنګ د سرچينې په وينا، د شاه فرمان او شوکت يوسفزي په ګډون څلور مشران له پروېزخټک سره سياسي معاملې هواروي، په داسې حال کې چې محمود خان له پروېزخټک سره تماس نيولى خو منفي ځواب يې ترلاسه کړى دى.

Leave a reply