د تحريک انصاف د پخواني مشر او د خيبر پښتونخوا پخواني وزيراعلي پرويزخټک د سياسي ګوند جوړولو تيارۍ وروستي پړاو ته داخلې شوې دي.

0
202

باغي ټی وی رپورټ

دسرچينو ترمخه دشاه فرمان اؤ شوکت يوسفزي پشمول څلور مشران پرويزخټک سره سياسي معاملې حل کوي اؤ محمود خان پرويزخټک سره تماس نيولى خو ځواب يې منفي نۀ دى ترلاسه شوى.

سرچينې وايي، چې د نوي ګوند له پرېکړې وړاندې پروېزټک له (ن) ليګ سره د يوځاى کېدو لپاره اړيکې نيولې وې، خو د (ن) ليګ له انکار وروسته د پروېزټک پر ځاى د بديل ګوند جوړولو پرېکړه وشوه.

سرچينې وايي چې پرويز خټک د خيبر پښتونخوا اسمبلۍ له ١٣ پخوانيو غړو سره اړيکې نيولې وې، د پي ټي ايي د اسمبلۍ ٦ پخوانيو غړو له پرويز خټک سره له تګ بخښنه وغوښته، چې وروسته يې د نوي ګوند اړوند فواد چوهدري سره هم تماسونه ونيول.

دسرچينو ترمخه فواد چوهدري اؤ پرويز خټک دنوي پارټۍ لپاره رابطې کوي اؤ پرويز خټک د٥٠ؤ پخوانيو وکيلانو اؤ ايم اين ايانو سره داړيکو دعوه هم کړې ده.

ياده دې وي چې د پاکستان پخواني دفاع وزير پروېز خټک د خيبر پښتونخوا ايالت له صدارت څخه د يوې خبري غونډې پر مهال د استعفا اعلان وکړ.

ده ووئيل زه له څو ورځو راهسې د هېواد سياسي حالات څارم، د مې د نهمې نېټې پېښې مې وړاندې هم غندنه كړې ده، د هېواد سياسي ماحول ډېر خراب دى او په دې ماحول كښې ګرځېدل ګران دي۔

له دې وروسته پي ټي آئي د پروېز خټک لخوا د پارټۍ پرېښودو ته د غړو هڅولو لپاره د شوکاز نوټس جاري کړی ؤ او ځواب يې غوښتی ؤ او د ځواب نه ورکولو په وجه يې هغه د ګوند نه بهر کړی ؤ.

Leave a reply