د محرم په مياشت کې د لا زيات امنيت د تامين په موخه د ګډ پلاوي مشورتي غونډه د کابل والي په مشرۍ جوړه شوه

په دې ناسته کې د کابل والي محمد قاسم خالد وویل؛ د محرم په مياشت کې به د شيعه وګړو لپاره پوره امنيت برابر کړو تر څو په پوره ډاډ سره خپل مراسم په ارامه او خوندي فضا کې ترسره کړي.
د يادونې وړ ده، چې د لا ښه امنيتي تدابيرو په موخه ګډ پلاوي د کابل ښار په بېلابېلو سيمو کې له شيعه ګانو سره وکتل او د هغوى غوښتنې يې واورېدې او د محرم په مياشت کې د لا ښه امنيتي تدابيرو په موخه يې لازمې سپارښتنې وکړې.
(2023 / 7 / 17 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د کابل د والي محمد قاسم خالد په مشرۍ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معین، د کابل د استخباراتو رئیس او د بهرنیو چارو وزارت او اړوندو وزارتونو د استازو په ګډون د امنیتي تدابیرو د لا ښه والي په موخه ګډه مشورتي غونډه جوړه شوه.
ټاکل شوې ګډې کمېټې د کابل والي ته د امنیتي تدابیرو په اړه راپور وړاندې کړ او ډاډ یې ورکړ چې د ټاکل شوې کمېټې او دولتي ادارو تر منځ د همغږۍ او مشورې له لارې به د محرم په میاشت کې بشپړ امنیت تامین شي.
په دې ناسته کې د کابل والي محمد قاسم خالد وویل؛ د محرم په مياشت کې به د شيعه وګړو لپاره پوره امنيت برابر کړو تر څو په پوره ډاډ سره خپل مراسم په ارامه او خوندي فضا کې ترسره کړي.
اړوند موضوعات:
کابل والي له اړوندو ارګانونو سره د اختر ورځو د لا غوره امنیتي تدابیرو لپاره ناسته ترسره کړی.